IQNA

په پاکستان کې د قدس  ورځې په سمینار کې د حضرت امام خمیني د لیدتوګو پر اهمیّت ټينګار شوی

5:04 - April 04, 2024
د خبر لمبر: 3488997
ایکنا- د پاکستان په اسلام اباد کې د قدس د نړیوالې ورځې د درنښت په سمینار کې ویناوالو  د اسلامی انسجام  لپاره د حضرت امام خمینی  دلیدتوګو د پیروئ په اهمیّت په ټينګار سره ووئيل، دقدس نړیواله ورځ د اسرائيلو  له ناروا رژيم سره  په مخالفت او د فلسطین  له آئيډیا په دفاع کې د نړۍ د مسلمانانو د  مورچې ا و دریځ  د پياوتیا سبب کیږي.

ایکنانیوز د ایرنا له قوله راپور راکوي،د پاکستان د ملی پيوستون شورا په اهتمام سره په اسلام اباد کې د قدس  د ورځ او د پاکستان د خپلواکۍ سمینار ددیني  شخصیّتونو،متفکرانو او رسیندوئي او مدني فعالانو   په شتون سره ترسره شو.

پاکستانیو شخصیّتونو او متفکرانو  ددغه سمینار موخه  د قدس د نړیوالې ورځې  د اهمیّت نندارې ته وړاندې کول ،د فلسطین په غزې تړانګې کې د وحشي صهیونیسټي رژيم د جنایتونو په باب روښانونې  او د  اسلامی نړۍ پر ګډو چیلنجونو د غلبې او په تیره بیا د فلسطین دفاع لپاره د اسلامی اتحاد   دپیاوړتیا ضرورت  عنوان کړ.

دوي پځپلو ویناؤ کې ووئيل،دمسلمانانو لومړنۍ قبله بیت المقدس،له خانه کعبې وروسته د  اسلامی نړۍ دوهم  حرم او  دکډه په سر شوو فلسطینیانو  وطن دی چې  وحشي اوجنایتکار صهیونیسټي رژيم  له  خوا په زوره نیول شوی دی.

تاکید بر اهمیت اندیشه‌های امام خمینی (ره) در سمینار روز قدس در پاکستان

ویناوالو همداراز د ایران د اسلامی جمهوریت د ارواښاد بنسټګر د  شخصیّت په درنښت او احترام سره  ووئيل، دقدس نړیواله ورځ د نړۍ دمسلمانانو لپاره د حضرت امام خمینی یو یادګار  دی چې په دې وسیلې سره تر نن ورځ پورې  د فلسطین  قضیه پخپل ځاي باقي پاتې ده  او اسلامی  نړۍ  ئې د منزوي کیدا اجازت نه ورکوي .  دوي همداراز  د غزې دخلکو په ضد  د وحشي صهیونیسټي رژيم  دترهه  ګرو اقداماتو په تیره بیا په سورئې کې د ایران د اسلامی جمهوریت په ډيپلوماټيک ځاي باندې د صهیونیسټانو  دوروستۍ حملې په محکومولو سره  ووئيل،  چې اسرائيل یو جعلی او ناروا رژیم دی  او د پاکستان دو لس پشمول اسلامی نړۍ  له تیریګر او جنایتکار رژيم سره د ساز باز لپاره  د دوي د ملاتړو دسیسو او زور ته  تسلیمیدا ته قایل نه دي.

تاکید بر اهمیت اندیشه‌های امام خمینی (ره) در سمینار روز قدس در پاکستانر

     دوي همداراز پخپلو وینا، کې  ټينګار وکړ،له صهیونیسټانو څخه  د نفرت او کرکې او د فلسطین د مظلوم ملت  د ملاتړ چغه به، د قدس په نړیواله ورځ د هر پاکستاني ونډه وي.

د پاکستان دغو  متفکرانو  او عالمانو  دغه راز روښانه کړه ، د نړۍ مسلمانان به د فلسطین له ملاتړه او  له صهیونیسټ رژیمه په تیره بیا  په سیمې کې د دوي له متحدانو  څخه له کرکې لاس وانخلي  او دا یوه دیني او انساني دنده ګڼي.

 دوي همداراز په درست پاکستان کې د قدس د نړیوالې ورځې د لاریونونو په لاپرتم او ولولې  سره دترسره کیدا غوښتونکي شول او له خپل حکومته ئې وغوښتل څو د قدس نړیواله ورځ دې په رسمي او ملی بڼه ترسره کړي.

 

https://www.irna.ir/news/85434151  

captcha